دتخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

د بشري متخصص، کارا او اوړ ځواک روزنه د هر هېواد د ټولنیزې او اقتصادې ودې او پراختیا په برخه کې یو له کیلدي لاملونو څخه شمیرل کيږي.

 

د رهبرۍ پیغام

6 میاشتېمخکې

نن ورځ د بشري متخصص، کارا او اوړ ځواک روزنه د هر هېواد د ټولنیزې او اقتصادې ودې او پراختیا په برخه کې یو له کیلدي لاملونو څخه شمیرل کيږي. دا چې په اقتصادي بیلابېلو برخو کې هر ډول پانګونه کول د بشري ځواک او د هغې د سرچینو د پراختیا په برخه کې ښې پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري، د همدې اصل پر بنسټ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه د ۱۱ ګڼه فرمان له مخې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هم د 1397 لمریز کال د ثور (غوایی) میاشتې په لومړۍ نیټه د پوهنې وزارت له چوکاټه بیله او د مستقلې ادارې په توګه وپیژندل شوه، دغه اداره د کرنې، صنعت، هنر او خدماتو په برخو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مجري او مسؤولي ادارې په توګه کار کوي. دغه اداره چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د هېواد د ښوونیز نظام لویه برخه تشکیلوي، کوښښ کوي تر څو د خپلو دندو په چوکاټ کې په اساسي قانون کې ټاکلو موخو ته ځان ورسوي او هم د بازار اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي، همدا رنګه د زده کړو پر کیفي برخې د ټینګار تر څنګ کوښښ کوي ټولنیز نظام او د ژوند ډول د اسلام مقدس دین د احکامو او ټولو مشروعو او معقولو انساني قوانینو پر رعایت بنا دی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره دنده ګڼي چې د حرفوي زده کړو، په بیلابیلو سطحو کې د شغلي مهارتونو ارتقا، د مسلکي او حرفوي کادرنو روزنې او ظرفیت جوړونې په برخه کې د تخنيکي او مسلکي انسټیټوټونو د ایجاد او پراختيا له لارې د مستعدو او علاقمندو ځوانانو له پاره د ښوونې او روزنې زمینه مساعده کړي او د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره به فعالیت کوي. نو له همدې امله د دغه ادارې لویو موخو ته  د رسیدلو له پاره چې همغه د ماهرو وګړو روزنه او د هېواد په کچه د بشري ځواک پراختیا ده؛ له همدې امله په ډیر درنښت سره غوښتنه کوو چې د هېواد متعهد زړه سوانده ښوونکي دې د خپل اسلامي او ملی رسالت د ادا کولو ترڅنګ په پوره اخلاص سره د هېواد ځوانان د پوهې او مسلکي مهارتونو لوړو څوکو ته ورسوي.

ندیمه سحر
TVETA-Head

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۱:۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودیجې د مصرف کمیټې غونده جوړه شوه

نن یکشنبه د چنګاښ نهمه د ۱۳۹۸ روان مالي کال لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بودیجې د مصرف کمیټې غونډه د تخنیکی و او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ندیمه سحر په مشرۍ، چې د مالي امورو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۳:۱۰
Background image

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ مسودې دريمه مشورتي غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې دریمه مشورتي غونډه نن چهارشنبه د پلان او ارزونې ریاست سرپرست ښاغلي جلال الدین عطایي په مشرۍ، چې د مقام دفتر ريیس ښاغلي محمد فهیم شریفي. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۱۱:۴۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د کابل ولایت انسټېټیوټونو او ښوونځیو د ستراتېژۍ مسودې په اړه مشورتي غونډه جوړه شو

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې مشورتي غونډه نن پنجشنبه د پلان او ارزیابۍ سرپرست ریس ښاغلي جلال الدین عطايی تر مشرۍ لاندې، چې مالي او اداري مرستیال محترم محمد ادریس. . .

PublicationsAll Publication

داوطلبینور دلته

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۳:۸ کابل
Background image

تهیه و تدارک مواد سوخت ضرورت وسایط نقلیه اداره تعلمیات تخنیکی و مسلکی برای ضرورت سال مالی 1398

تهیه و تدارک مواد سوخت ضرورت وسایط نقلیه اداره تعلمیات تخنیکی و مسلکی برای ضرورت سال مالی 1398