د افغانستان د تخنیکی او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې مخینې په اړه لنډ معلومات

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیل په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال کې د امیر امان الله خان د واکمنۍ له دورې څخه پیل شو.

په پیل کې د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو رهبري د پوهنې وزارت د منځنیو زده کړو د ریاست له خوا پر مخ وړل کېده او دغه بهیر تر ۱۳۲۶ هجري لمریز کال پورې دوام وکړ، او په همدې کال کې د کار د پراخوالي له امله د پوهنې وزارت په چوکاټ کې مسلکي مدیریت رامنځته شو او ټول تخنیکي او مسلکي ښوونځي د دغه مدیریت تر اغیز لاندې راغلل.

له هغه وروسته د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو د اړتياوو پر بنسټ د کرنې، تخنیک، مديريت او صنايعو څانګې يو په بل پسې په مرکز او ولايتونو کې جوړې شوې او په ١٣٣٠ هجرې لمريز کال کې د مسلکي مديريت د مسلکي زده کړو ریاست ته ارتقاء ورکړل شوه.

دغه ریاست تر ۱۳۵۶ هجرې لمریز کال پورې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او په ۱۳۵۷ هجرې لمریز کال کې د پوهنې له وزارت څخه جلا او د تشکیل او بودجې سره د وزارت په جوړښت کې د دویم واحد په توګه وټاکل شو. دغه ریاست په انتقال سره د لوړو زده کړو وزارت نوم د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو په وزارت ته بدل شو.

په ۱۳۶۱ هجرې لمریز کال کې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونځیو له پراختیا سره دغه ښوونیزه نهاد د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په جوړښت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست تر نامه لاندې ایجاد شو چې وروسته په ۱۳۶۷ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه جلا او  تخنیکي او حرفوي زده کړو وزارت ته ارتقا وکړه.

په ۱۳۶۸ هجرې لمریز کال کې دغه نهاد یو ځل بیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت تر نامه لاندې د لوړو زده کړو وزارت ته ولیږدول شو او په ۱۳۷۱ هجرې لمریز کال کې د دغه نهاد نوم تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست بدل شو.

په  ۱۳۷۴ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت تشکیلاتي جوړښت ته وسپارل شو. په ۱۳۸۷ هجرې لمریز کال کې د پوهنې وزارت په جوړښت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت ته ارتقاء ورکړل شوه.

په ۱۳۹۷ هجرې لمریز کال کې د (۱۳۹۷/۱۲/۱) نيټه (۱۱) ګڼې فرمان پر بنسټ د هغه وخت ولسمشر د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له پوهنې وزارت څخه جلا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته ارتقاء ورکړه.

د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر نامه لاندې د یوې خپلواکې ادارې په توګه ساتل شوی ده.