د نیمروز ولایت د زرنج ولسوالۍ کرنې مسلکي انسټیټوټ

د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۰ هجرې لمریز کال کې تأسیس شوی، د کرنې او وترنرۍ په څانګو کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لیسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ (۳) ودانۍ چې (۳۴) درسی او ادارې خونې لري، او همدارنګه برښنا، اوبه او ورزشي ساحه یې د مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.

جوړښت اړوند معلومات: د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۱۳) تنه کارکوونکي لري. چې (۹) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ کې (۹) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګه (کرنې او وترنري) لري، چې (۱۶۶) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب: د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ کرنې او ترنرۍ انسټیټوټ د زده کوونکو او زده کړیالانو د عملي زده کړو لپاره (۱) باب مجهز کمپیوټر لب لري.  

بدل اعاشه: دغه انسټیتوټ کې (۱۶۶) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۱۴) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.