د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
ُTVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه.

د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو هم په دې ناسته کې په آنلاین ډول ګډون کړی و.

د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت وینا وکړه او ویې ویل چې د نوي تعلیمي کال پیل افغانستان لپاره د ویښتیا، پرمختګ او د راتلونکې جوړونې پیغام دی.

نوموړي د هېواد ځوان نسل «د وطن آینده جوړوونکي» وبلل او زیاته یې کړه چې هغوی د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له لارې د ځان بسیاینې او د ټولنې پرمختګ سبب ګرځي.

د پروګرام په جریان کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس وویل چې په دندو کې اخلاص او د مسؤلیت احساس د کارکوونکو لپاره ډېر مهم دی.

هغه له رئیسانو او کارکوونکو وغوښتل چې د زده‌کړو کیفیت د ښه‌والي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

په همدې حال کې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل الرحمن فاضل هم وینا وکړه او د استادانو رول یې د زده‌کوونکو په روزنه او تعلیم کې خورا مهم وباله.

نوموړي ټینګار وکړ چې استادان او کارکوونکي باید د ځوانانو روزنې او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS