د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او خبرې یې وکړې.

د دې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د محصلینو او فارغانو لپاره د کارموندنې، عملي زده‌کړو (کارآموزۍ) او علمي سیرونو د فرصتونو د رامنځته کولو او د ګډو همکاریو پیاوړتیا وه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د شفا فارما ملي فابریکې له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او د ښوونیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په ناسته کې هوکړه وشوه چې د شفا فارما ملي فابریکه به هره اوونۍ د پروسس او بسته‌بندۍ څانګې د ۱۵ تنو محصلینو په علمي سیر کې د ګډون کوربه‌توب وکړي.

شفا فارما ملي فابریکه د هېواد له سترو تولیدي شرکتونو څخه ده، چې د نورو تولیداتو ترڅنګ د بازار د اړتیا وړ د سیروم یوه لویه برخه هم تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبري تل ټینګار کوي چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې باید د کار بازار او خصوصي سکتور له اړتیاوو سره سمې تنظیم شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS