د نوي تعلیمي او زدهکړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه.
د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د زونونو رئیسانو هم په دې ناسته کې په آنلاین ډول ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت وینا وکړه او ویې ویل چې د نوي تعلیمي کال پیل افغانستان لپاره د ویښتیا، پرمختګ او د راتلونکې جوړونې پیغام دی.
نوموړي د هېواد ځوان نسل «د وطن آینده جوړوونکي» وبلل او زیاته یې کړه چې هغوی د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له لارې د ځان بسیاینې او د ټولنې پرمختګ سبب ګرځي.
د پروګرام په جریان کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس وویل چې په دندو کې اخلاص او د مسؤلیت احساس د کارکوونکو لپاره ډېر مهم دی.
هغه له رئیسانو او کارکوونکو وغوښتل چې د زدهکړو کیفیت د ښهوالي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
په همدې حال کې د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل الرحمن فاضل هم وینا وکړه او د استادانو رول یې د زدهکوونکو په روزنه او تعلیم کې خورا مهم وباله.
نوموړي ټینګار وکړ چې استادان او کارکوونکي باید د ځوانانو روزنې او د زدهکړو کیفیت لوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
