د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره

 

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د یوې نوښتګرې، کار پنځونکي اوپیاوړې ادارې په توګه هوډ لري، چې د او مسلکي زده کړو اعتبارلرونکی، اقتصادي، ثابت، همغږی او دوام لرونکی ښوونیز نظام د اسلام د اصولو په ړنا کې مدیریت او پراختیا ورکړي.

🎯

ماموریت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سیستم په جوړولو او اداره کولو سره د مسلکي استادانو له خوا د لوړ کیفیت لرونکي ښوونیزو پروګرامونو د برابرولو او د مناسبو بنسټونو( زیربناوو) او وسایلو په کارولو سره د کار بازار له اړتیاوو سره سم او د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ مسلکي او ماهر کاري ځواک روزي.

ارزښتونه:

  1. ملي اسلامي ارزښتونه
  2. حساب ورکوونه
  3. کار پنځونه او کاري فرصتونه رامنځته کول
  4. تخصص
  5. کیفیت
  6. روڼتیا
  7. همکاري او همغږي
🚀

موخې

  • تخنیکي او مسلکي زده کړو ته د ټولو د لاسرسي او ګډون ډیروالی.
  • د شرایطو او د کار بازار د اړتیا سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت لوړول.
  • د تل پاتې (مدام العمر)زده کړو او د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا.
  • د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د جوړښتي پراختیا مديريت.