د ملا برادر آخند کلي ته سفر!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۴
TVTEA

د تېرې جمعې مبارکې پهٔ ورځ مو سهار وخته له کابل څخه د ارزګان پهٔ لور حرکت وکړ، د سهار لمونځ مو پهٔ ناني کې اداء کړ او ناشته مو پهٔ کلات تاریخي ښارګوټي کې وکړه، همغه کلات درته یادوم چې د سیوري ولسوالي یې پهٔ بې ساري سختیو کې څهٔ باندې یوه لسیزه د لوی ملاصاحب مرحوم او مبارک کوربه وه نو مننه ترې کوو...له هغهٔ ځایه سیده لاړو د مینې او آرامش ښار کندهار ته چې تل یې زما زړهٔ ته خوشالیانې ورکړې او هغه داسې: زهٔ چې د کندهار جغرافیې ته هر وخت او له هرې خوا داخل شوی یم خوشالي حس کړې او پهٔ لامل یې هم نهٔ پوهېږم؟ څوک راته وايي چې د خرقې مطهرې برکت دی، څوک وايي هوا یې همداسې ده... هر څهٔ چې دي، وي بهٔ! خو ای کاش چې زما کور او زما دنده دواړه پهٔ کندهار کې وای! کله چې عینو مېنې ته و رسېدو نو هلته زموږ یو دروند او خوږ ملګری راته ولاړ ؤ؛ سیده یې د خپل محترم پلار د ملنګۍ جونګړې ته بوتلو چې پهٔ ظاهري توګه له هرې خوا غریبانه وه اما پهٔ معنوي برخه کې یې رعب او وقار له ورایه ښکارېدلو؛ زاړهٔ فرشونه او زړې توشکې اما هلته ناست کس له یو جهان اسراسرو سره زموږ کوربه توب کولو؛ مینه ناکه مسکا او پهٔ خبرو کې یې د وزن ترڅنګ آرامش او سکون هغه ځانګړنې وې چې سړی نهٔ شي ترې تېرېدلی او دا لوړ شخصیت والا عالم هماغه څوک ؤ چې له امیرالمؤمنین (حفظه الله) سره بهٔ یې وخت ناوخت لیدل او وايي چې پهٔ استثنايي حالاتو کې بهٔ یې ځینې مشورې هم ورکولې؛ یانې عالي مقام ته نږدې کس او مشاور یې ؤ! دا چې د جمعې مبارکه ورځ وه نو همدلته مو پهٔ همدغهٔ حاجي آغا پسې لمونځ هم اداء کړ او وروسته له لمانځهٔ څخه بېرته لاړو همغې غریبانه خو له سکون ډکې جونګړې ته، هلته مو ډوډۍ وخوړه چې خدايي شي نو ډېر زحمت یې کښلی ؤ او ډوډۍ هم مزه ناکه وه، رب یې دې ورته قبول کړي! له ډوډۍ وروسته مو ارزګان ته حرکت وکړ خو کله چې ارغنداب ته واوښتو نو پر سرک ځای نهٔ کېدلو؛ رنګارنګ موټران، موټرسیکلونه، ریکشې، بایسکلونه خو داسې حال ؤ فقط تهٔ وا د کوم لوی خان ورا ده او ناوې راوړي... یوه نکته دلته ډېره مهمه وه او هغه دا چې نور نو له ټانګ، توپ، طیارې او ماینونو څخه ډار بلکل نهٔ ؤ ځکه چې فضا ټوله سکون او مینې اخلال کړې وه؛ ښکلي ځوانان،خوشاله سپین ږيري او ګل غوندې نازنین ماشومان داسې ښکارېدل چې پهٔ لیدو یې زړونه خوشاله کېدل.

کله چې له دالې څخه واوښتو نو لاره خلوت شوه او سرک هم قیر خو داسې سرک چې نهٔ یې لوړې او ژورې پهٔ پام کې نیول شوې وې او نهٔ هم ګولایۍ یا ګرځندي (پهٔ انجنیري اصطلاح؛ یانې ګټېنګ او فلېنګ بلکل پهٔ نظر کې نهٔ وو نیول شوي!) کهٔ بهٔ چېرې نیم متر لوړوالی ؤ نو هلته بهٔ همدا نیم متر سرک هم لوړ شوی ؤ او کهٔ بهٔ نیم متر کښته والی ؤ نو کښته شوی بهٔ ؤ یعنې فقط د ځمکې مخ ته پهٔ کتو یې قیر پرې اچولي وو چې نهٔ مو چېرې کوم پل و لید، نهٔ پولچک او نهٔ هم بلول... تر دې چې دا نعمت هم رب واخیست او کاملاً خامې ته ووتو خو خامه هم داسې خامه وه چې له ګُردو یې خلاص کړو؛ دا خو ښهٔ وه چې شهامت صاحب فضا خوشاله او صمیمانه ساتلې وه کنه دا لاره بیخي غمېدله.

کله چې یوڅهٔ مخکې لاړو نو ومو لیدل چې د سرک جوړولو لویه ماشینري لګیا وه او کارونه یې کول چې دې نکتې موږ سخت خوشاله کړو او الحمدلله مو وویل تر دې چې ترېنکوټ ښار ته ننوتو خو ښار تیارهٔ ؤ ځکه چې تر اوسه لا د برېښنا له نعمت څخه محروم ساتل شوی ؤ؛ یانې نهٔ یې لاره وه او نهٔ یې برق چې دا دواړه پهٔ اوس عصر کې د ژوند هغه لومړني نعمات دي اما دوی نهٔ لرل، حال دا چې دا همغه ارزګان ؤ پهٔ کوم کې چې پهٔ لومړي ځل اشغالګرې ناټو خپل بې بندباره اربکیان زموږ له داخلي اربکیانو سره یوځای چې پهٔ رئس کې یې حامد کرزي- د هوا او ځمکې له لارې ور لېږلي وو خو بیا یې هم پهٔ شلو کلونو کې نهٔ دوی ته سمه لاره ور جوړه کړې وه او نهٔ یې هم برېښنا ورکړې وه او دا چې دا ښار د ملابرادر آخند ښار یادیږي نو خلکو ګمان داسې کولو چې دغهٔ سړي خو د افغانستان جوړولو ته خلک وایي چې(( قسم کړی دی، هم یې د ډېرېو خلکو غم کړی دی!)) نو لومړی بهٔ خپل ښار جوړوي بیا نور ځایونه اما داسې نهٔ وه! نو له همدې ځایه معلومیږي چې اسلامي امارت واقع عادل نظام دی او ځان د ټول افغانستان مالک بولي چې دی هم! له بدخشان څخه یې پنشېر ته لوی لوی ګرنګونه پرې کړل اما ارزګان لا هم پر خپل حال دی! یقیناً چې پر ارزګانیانو وروڼو مې زړهٔ و سوزېدلو، زهٔ خو وایم چې زموږ د تنګي دا کوږ او ؤږ سرک دې هم له دوی څخه صدقه شي، دوی واقعاً مستحق دي.

کله چې ځای (تخنيکي او مسلکي آمریت) ته و رسېدو نو ملګرو مو بیخي ډېر اکرام او احترام وکړ، یقیناً چې د ارزګان خلک مېلمه پال او مینه ناک دي، الله پاک یې دې وساتي.

سهار مو چې پهٔ خپل خواږهٔ مشر پسې لمونځ اداء کړ او بیا مو پهٔ دویم چت کې له برنډې څخه لاندې ښار ته کتل چې خړ ګرد پرې پروت ؤ، پهٔ منځ کې یې یوه ګمبده او دوې ډېر لوړې منارې ښکارېدلې، پوښتنه مې وکړه چې دا جومات کله او چا جوړ کړی؟ دوی وویل چې دا ملابرادر آخند جوړوي، اوس هم کار پرې روان دی خو یقیني چې ډېرې لوړې منارې یې لرلې او دا بهٔ د ارزګان د تاریخ پر سینه د تل لپاره ولیکل شي چې دا همغه ملابرادرآخند د جوړ کړی د کوم چا چې زموږ نامرد ګاونډي د مېلمه توب احترام هم و نهٔ کړ او پهٔ کلونو کلونو یې د تورو تمبو شاته اچولی ؤ اما نن دا د افغانستان د آبادۍ امام د همغهٔ کرغېړن (شامد) او بې باکه (تور د تیمر) پهٔ قبضه کړي ښار (ترېنکوټ) کې چې دوی بهٔ پهٔ وحشت او بربریت سره ګلان غوندې ځوانان پکې شهیدانول یو داسې جامع جومات جوړوي چې د ارزګان تاریخ بهٔ پرې ښائسته شي.

کله مو چې د خپلې ولایتي څانګې له شاپونو او ځینو عملي تعلمیي مراکزو څخه لیدنه وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر (مولوي غلام حیدر شهامت) د څانګې د جغرافیايي موقعیت پهٔ اړه زموږ ولایتي مسؤلینو ته مشورې ورکړې، لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې او تر څنګ یې دا هم ورته وویل چې د دغهٔ مکان موقعیت پهٔ ستراتیژکه توګه ډېر با اهمیته او فوق العاده دی ځکه چې نکته حاکمه او د ښار پهٔ تناسب ډېره لوړه ده نو کهٔ د ښاروالۍ او ښارجوړونې له ریاستونو سره پهٔ همغږۍ دا ځای یو تفریحي پارک او نمایشګاه غوندې شي دا بهٔ د ارزګان ولایت لپاره ډېر مؤثر تمام شي او پهٔ دې اړه یې وعدې هم ورکړې چې مرکزي اداره بهٔ سل پهٔ سل کې ان شاءالله چې تاسو حمایه کوي ترڅو دلته دغو محکومو اقشارو ته ډول ډول خدمات وړاندې کړئ او دا ځای پهٔ معیاري توګه پهٔ نویو نیالیګو او چمنونو مزین کړئ.

کله چې یادې لیدنې خلاصې شوې بیا لاړو د مجاهدینو د فراغت محفل ته چې ۴۶۶ کسان له ثانوي او فوق ثانوي زده کړو څخه فارېغېل؛ محفل ډېر پرجوش ؤ ځکه چې د فارغینو خپلوان او دوستان بیخي زیات راغلي وو؛ علماء کرامو ډېرې ښې خبرې وکړې چې یو له هغوی څخه مفتي عبدالله رباني ؤ او دهٔ وویل (دلته له کلونو را هیسې پردی فکر حاکم ؤ او غوښتل یې چې پهٔ حرفوي توګه د مسلمانانو واحد صف سره دوې ټوټې کړي چې یوه یې د طالب پهٔ نوم کړه او بله د محصل بیا یې یوې ته ممبر و سپارلو او بلې ته دفتر له هغې وروسته یې د خلکو ذهنیت داسې جوړ کړ چې ګواکي دا ممبر والا (طالبان) دفترداري نهٔ شي کولی او هاغه دفترولا(محصلین) د مببر مسئولیت نهٔ شي پر غاړه اخیستی او دا دواړه علمي قشرین یې یو د هغه بل د ځای لپاره وړ نهٔ بللو خو الحمدلله چې د اسلامي امارت پهٔ راتګ سره دا نکته له منځه لاړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پهٔ مټو یې دا دی ټولو ته و ښوده چې دلته د ممبر او د دفتر ځوانان ټول سره یو دي او یو بهٔ یي ان شاءالله.

د یوې لوا قومندان مولوي برهان الدین بیضاوي وویل چې محمد رسول الله (صلی الله علیه و آله و سلم) د احزاب پهٔ غزوه کې هم تخنیک و کارولو او هم مسلک؛ له سلمان فارس څخه یې مسلکي نظر وغوښت او پهٔ خپل مبارک لاس یې تخنیکي ګذار وکړ چې پهٔ دغه ډول یې هغه ډبره له منځه یووړه، کومه چې د خندق پهٔ مابین کې راختلې وه نو تخنیکي او مسلکي زده کړې د ژوند کولو لپاره بیخي زیاتې مهمې او اساسي دي.

زموږ د ادارې مشر (مولوي غلام حیدر شهامت) وویل: کهٔ موږ تېر تاریخ ته وګورو نو دا بهٔ حس کړو چې تل پهٔ افغانستان کې مجاهدین بریالي شوي دي او هر ځل یې اشغالګر پهٔ منډو کړي خو کله چې د سیاست میدان ته داخل شوی نو مجاهدینو ماتې خوړلې ده! دا ولې؟ ښهٔ ورته متوجه شئ! د دغو ماتیو لامل فقط د مجاهدینو له دفتري کارونو سره نا بلدي وه! ځکه چې دوی د جهاد پهٔ خاطر له علم او تجاربو څخه لیرې پاتې شوي وو خو موږ دا ستونزه حل کړه الحمدلله او هغه داسې چې دا ډول مجاهدینو ته مو لومړی د زده کړو لپاره طرح جوړه کړه بیا مو د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د خاص ترحم او فرمان له مخې پلې کړه چې اوس یې دا دی ثمره ترلاسه کوو الحمدلله، یوازې دا کسان نهٔ دي! بلکې پهٔ ټول افغانستان کې مو سږ کال شاوخوا څلوېښت زره مجاهدین فارغ کړل چې دا ډېر لوی کار دی.

غرمه مو چې ډوډۍ وخوړه، لمنځونه مو وکړل نو بیا را روان شوو او شپه مو د مینې ښار کندهار ته را و رسووله، هلته مو هم نهايي قدر او عزت وشو ټول دې رب راته وساتي، اې خدایه بیا مو مه سره بېلوه، یقیناً چې افغانان یو له بل څخه ځاریږي خو ای کاش چې د پردیو لاسونه خو مات شوي وای.

سبا لاړو د کندهار جهادي مدرسې ته او له هغهٔ ځایه د جهادي مدرسې عمومي ریاست ته لاړو؛ رئیس یې واقعاً دروند شخص ؤ ښاغلي شهامت ورته وویل چې اوس خو نظام له موږ سره دی الحمدلله! نو کهٔ تاسو له درانهٔ امیرالمؤمنین (حفظه الله) سره دا موضع هم شریکه کړئ چې پهٔ ټولو جهادي مدارسو کې زموږ د ادارې نصاب هم تدریس شي، دا بهٔ د راتلونکو فارغو دیني عالمانو لپاره لویه لاسته راوړنه وي تر څو د نظام او ملت خدمت ته د دیني علمومو ترڅنګ پهٔ عصري علومو هم سبمال ځانونه وړاندې کړي؟ د شیخ صاحب دا نظر ډېر خوښ شو او وعده یې وکړه چې پهٔ دې اړه بهٔ جدي اقدام کوي او امیرالمؤمنین (حفظه الله) ته بهٔ دا موضع خامخا وړاندې کوي ان شاءالله.

پهٔ کندهار کې مو چې کارونه خلاص شول نو بیا مو حرت راوکړ او تر کابله مو داسې خواږهٔ مجلسونه کړي چې تل بهٔ مې یاد وي؛ پهٔ ټول سفر کې علمي بحثونه روان وو؛ کله د قرآن کریم تفسیري اعجاز، کله د نبوي ملغلرو خواږهٔ او ظریف نکات، کله د صحابه کرامو شیرن حالات، کله کله تخنیکي او مسلکي مباحث او کله هم خوشطبعۍ او خوشاله فضا برابرول، یقیناً چې نهٔ غمېدونکی او نهٔ هېرېدونکی سفر ؤ، سړی باید له عالمانو او پوهانو سره سفر وکړي، یقیناً چې ډېر خوند کوي! د شپې آتهٔ بجې وې چې کابل ته را و رسېدلو.

پهٔ سفر کې تر ټولو زیات خوند پهٔ بې ساري امنیت کې ؤ! واقعاً چې زموږ امنیتي ارګانونه د ډېرې ستاینې وړ دي؛ باور وکړئ چې پهٔ ټول سفر کې مو ذره ناامني او نا آرامي نهٔ ده حس کړې حال دا چې نږدې نیم سفر مو پهٔ شپه کې کړی! نو زهٔ حیران د سوشل مډیا پروپاګندیانو ته یم؟! نهٔ پوهېږم چې دوی له څهٔ جنس څخه پیدا شوي چې پر حق اغماض کوي، کتمان کوي او یومخ دروغ وايي.

امین وردګ

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

یادگیری عملی ساخت کیبل اتصال دستگاه‌ها در شبکه (نیټورک)

دانش‌آموزان انستیتوت کثیرالرشتوی مرکز ولایت لغمان رشته شبکه (نیټورک) در جریان یک برنامه آموزشی عملی چگونگی ساخت کیبل اتصال دستگاه‌ها در شبکه را به‌گونه عملی فرا گرفتند. استاد بخش مربوطه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

یادگیری عملی تعیین ارتفاع و حجم درختان

دانش‌آموزان انستیتوت کثیرالرشتوی قرغیو ولایت لغمان در جریان یک برنامه آموزشی عملی چگونگی تعیین ارتفاع و حجم درختان را به‌گونه عملی فرا گرفتند. استاد بخش مربوطه در درباره اهمیت تعیین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۴۰
Background image

اجرای عملی نصب و آزمایش مدار لامپ‌ها در انستیتوت تخنیکی فراه

دانش‌آموزان رشته برق انستیتوت تخنیکی و مسلکی ولایت فراه درباره نصب و آزمایش لامپ‌ها به گونه عملی آموزش دیدند. استاد بخش مربوطه می‌گوید که آموزش‌های عملی در راستای تقویت مهارت‌های عملی. . .

BACK TO NEWS