د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ په پار تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست د مهارت او مسلک څخه د ملاتړ تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس جوړ کړ.

دغه کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په مرکزي تالار کې ترسره شو، په کې بېلابېلو کورنیو او نړیوالو مؤسسو او بنسټونو ګډون کړی و. همداراز د ولایتونو تخنیکي آمریتونه هم په انلاین بڼه له دې کنفرانس سره یوځای شوي وو.

یاد کنفرانس د ډونرانو د جذب او د هغوی لخوا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره د همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ستراتېژیک پلان بېلابېلې برخې او جزیات ګډونوالو ته تشریح کړل. د یاد ستراتېژیک پلان له مهمو مواردو څخه یو هم د بنسټونو او خصوصي سکتور د همکاریو څرنګوالی دی، چې د ریاست لخوا د پرېزنټېشن له لارې وړاندې شو.

تر دې وړاندې د «مهارت او مسلک» تر سرلیک لاندې کنفرانس هم د یادې ادارې له‌خوا جوړ شوی و، چې په یوه برخه کې یې ځینو بنسټونو او مؤسسو له دې ادارې سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي وو.

په دغه تعقیبي او پیاوړتیايي کنفرانس کې تر ډېره د همکارو بنسټونو لخوا د شویو ژمنو د عملي کولو پر څرنګوالي بحث وشو، او ګډونوالو له دې ادارې سره د ګډو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د نن ورځې پروګرام په پای کې یو شمېر کورنیو او نړیوالو مؤسسو، ادارو او بنسټونو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره د دوامداره همکاریو او ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د ستاینلیکونو او تندیسونو ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

نشست اداری تعلیمات تخنیکی و مسلکی ولایت لغمان برگزار شد

نشست اداری آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی ولایت لغمان به هدف بررسی موضوعات مهم اداری و آموزشی و اتخاذ تصمیم‌های لازم در مورد ازسرگیری فعالیت برنامه مجاهدین برگزار شد. در این نشست اشتراک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

تأکید بر شکرگزاری از نعمت‌های الهی و پاسداری از نعمت بزرگ اسلام

در ادامه برنامه‌های اصلاحی هفتگی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، این هفته نیز نشست اصلاحی با حضور مسئولان و کارمندان این اداره برگزار گردید. محترم مفتی نجم‌الدین حقانی رئیس دعوت و ارشاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

دیدار مسئول مؤسسه افرن در افغانستان با آمر تعلیمات تخنیکی و مسلکی بامیان

خانم آندریا مسئول مؤسسه افرن در افغانستان در نشستی با استاد شاه‌ولی احمدی، آمر تعلیمات تخنیکی و مسلکی ولایت بامیان دیدار و گفت‌وگو کردند. در این دیدار دو طرف در مورد توسعه همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS