په ټول هیواد کې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړونې ریاست، په یوه بې ساري اقدام کې، د هیواد په ډیری تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل کړ.

اوس مهال یاد پروګرام په کندهار، بلخ، پنجشېر، هرات، نیمروز ، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، دایکندی، غور، فاریاب، سمنګان، کندز، بغلان، کنړ، پکتیا اوننګرهار ولایتونو کې پیل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو شاوخوا ۴۵۰ تنه استادان په دې پروګرام کې د  ټکره ماسټر ترینرانو لخوا د "کیفیت تدریس" په اړه د ۷ ورځو په ترڅ کې روزنه ترلاسه کوي.

د دې برنامې د ترسره کولو څخه موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د تدریسي چارو ښه والی او د استادانو د پوهې او پوهاوي کچې لوړول ویل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړونې ریاست د پلان پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې یاد پروګرام به ډېر ژر د هیواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

د نیمروز ولایت د تخنیکی او مسلکي زده کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په نیمروز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره یې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی. دا هوکړه‌لیک د دواړو نهادونو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، ارشاد او دعوت ریاست دوه ورځنی علمي او تربیوي سیمینار ترسره کړ. د دې علمي پروګرام په پرانیست غونډه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لوی رئیس الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي د بدخشان ولایت له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند یو پلاوي، شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د بدخشان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. نوموړو د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د. . .

BACK TO NEWS