د نباتي ناروغیو په اړه د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۸:۵۳

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چهار چوب کې د نباتي ناروغیو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د د فنګسي ناروغیو او د هغه د له منځه وړلو د څرنګوالي په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴
Background image

د ننگرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او امیر علی شیر نوايي پوهنتون ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

د ننگرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي په یاد ولایت کې د امیر علي شیر نوایی پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د یاد تفاهم‌لیک پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۴
Background image

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت ددې ولایت د مقام دفتر سره په همغږۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو او تدریسي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۷:۱۸
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د مالیزیا هیواد له تخنیکي پلاوي سره وکتل

د مالیزیا هیواد له خصوصي سکتور څخه یوه تخنیکي پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل. دا ناسته د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS