د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو ننګونې د عدليې وزارت مرستیال په حضور کې و څیړل شوي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۵:۱۲
عدلیه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ددې ادارې املاکو ننګونو په موخه د عدليې وزارت مرستیال شیخ عبدالکریم حیدر سره غونډه ترسره کړه.

په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او خدماتو رئیس مفتي سید محسن سادات چې د پوهنې وزارت استازو هم حضور درلود، د دغه ادارې د املاکو ننګونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي سادات وویل چې د دغه ادارې ملکیتونو یوه برخه تر اوسه د پوهنې وزارت په واک کې ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت هم په دې برخه کې څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې دغه اداره خپلو ملکيتونو ته اړتيا لري.

د پوهنې وزارت استازو هم د دعوی لاندې ملکیتونو په اړه خبرې وکړې او په پای کې د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالکریم حیدر وویل، چې د وروستۍ پرېکړې لپاره باید د تر پوښتنې لاندې ملکیتونو اسناد وڅېړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS