د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتنه وشوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست مسؤلین وایي، چې د مجاهدینو د روزنې لپاره د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او پراختیا بهیر، د کابل پوهنتون له استادانو او اړوندو بنسټونو سره تر یوې میاشتې ګډ کار وروسته بشپړ شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، دغه بهیر د ادارې او مدیریت څانګې د تعلیمي نصاب د بیاکتنې او ښهوالي په موخه پیل شوی و، چې په ترڅ کې یې د کابل پوهنتون استادانو د تعلیمي نصاب له ریاست سره په همکارۍ د دې څانګې د درسي محتوا پر پراختیا او نوي کولو کار کړی دی.
مسؤلین زیاتوي، چې د دغه بهیر په بشپړېدو سره د ادارې او مدیریت څانګې تعلیمي نصاب بیاکتل شوی او په روزنیزو پروګرامونو کې د پراختیا موندلې درسي محتوا د کارونې زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري، څو په نوي تعلیمي کال کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام دویم پړاو پیل کړي.
