د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په اداره کې د جومات د جوړولو چارې تر ۳۰ سلنه ډېرې بشپړې شوي
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په انګړ کې د جومات د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري او تر اوسه یې د ودانیزو چارو له ډلې تر ۳۰ سلنې ډېر کارونه بشپړ شوي دي.
دغه پروژه د دې لپاره پیل شوې، چې د یادې ادارې کارکوونکو، استادانو او مراجعینو ته د لمانځه ادا کولو او عبادتونو د ترسره کولو لپاره مناسبه فضا برابره شي.
د جومات د جوړولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې روانې دي او ټاکل شوې چې پاتې چارې یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
