د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې د ولسي جرګې له غړو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۱:۵۹
tveta33

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې میرمن ندیمه سحر؛ د ولسي جرګې دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسیون له رئیس او غړو سره وکتل.

پدې ناسته کې، میرمن سحر د تخنیکي او مسلکي زده کړو قانون په اړه د خلکو له استازو سره هر اړخیز بحث وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو قانون مسوده تیرکال ناوخته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوه.

د دې قانون ترتیب د ۱۳۹۹ مالي کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې پلان شوي فعالیتونو برخه وه.

تمه کیږي چې دغه قانون به د ولسي جرګې له تصویب او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لخوا لاسلیک کیدو وروسته سږکال نافذ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS