د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ کړې.

دغه کتابونه د کتاب لوستنې د فرهنګ د پیاوړتیا، بندیانو ته د علمي او فکري استفادې د زمینې برابرولو او د هغوی د اصلاح له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د محبس مسؤلینو ته وسپارل شول، ترڅو بندیان وکولای شي يه خپل فارغ وخت کې ترې ګټه واخلي.

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، بندیانو ته د علمي او ښوونیزو سرچینو د لاسرسي برابرول د هغوی د پوهې په لوړولو، د اصلاح‌پذیرۍ روحیې په پیاوړتیا او ټولنې ته د سالم او اغېزمن بېرته ورګرځېدو لپاره مهم رول لري.

دا اقدام د دولتي ادارو ترمنځ د همکاریو په چوکاټ کې، د مطالعې د فرهنګ د پراختیا، د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د لغمان ولایت په محبس کې د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی.

د لغمان ولایت د محبس مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له دې اقدام څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS