په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنې دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو پلاوی د محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د خپل سفر په ادامه کې بلخ ولایت ته ولاړ، او د سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ او د ادارې او محاسبې انسټیټیوټ وضعیت یې له نږدې وڅېړه.

دوی د تعلیمي مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې ولیدلې او ژمنه یې وکړه چې دغو ستونزو په حل کې به پوره هڅه او همکاري کوي.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي د دې مرکزونو له مسؤلینو وغوښتل چې زده‌کوونکو ته د عملي زده‌کړو په برابرولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د دې سفر موخه په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت لیدنه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS