د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، محترم مفتي سید احسانالله قاسمي، او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې رئیس، محترم نجیبالله امیري، ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې محترم مفتي سید احسانالله قاسمي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د موخو، پروګرامونو، ښوونیزو څانګو، راتلونکي لیدلوري او د کار بازار د اړتیا وړ بشري ځواک په روزنه کې د دې ادارې د رول په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د خصوصي سکتور او د کارموندنې له فرصتونو سره د همغږۍ آمر، محترم محمد سفیان آریوي، د ادارې د ښوونیزو مرکزونو او بانکي سکتور ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر اهمیت، په ځانګړي ډول د کارآموزۍ، کارموندنې او ګډو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په برخو کې ټینګار وکړ.
په دوام کې، د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې رئیس، محترم نجیبالله امیري، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو هرکلی وکړ او فارغانو ته یې په خصوصي بانکونو کې د کارآموزۍ او کارموندنې د زمینې د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي همدارنګه وویل چې اتحادیه چمتو ده په مرکز او زونونو کې د ادارې محصلانو، فارغانو او استادانو لپاره د اسلامي بانکدارۍ د خدمتونو او محصولاتو په اړه علمي ورکشاپونه او سیمینارونه جوړ کړي.
د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې رئیس د فارغانو، استادانو او وړ شرایطو لرونکو کارکوونکو له لوري د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو او پراختیا ملاتړ او د محصلانو او فارغانو د نوښتګرو پروژو ملاتړ هم د ګډو همکاریو له مهمو برخو څخه وبلل. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول ملاتړونه د بانکي اصولو او مقرراتو او د اسلامي تمویل د طریقو، لکه مضاربې، په چوکاټ کې ترسره کېدای شي.
په دې ناسته کې د کنفرانسونو، کاري نندارتونونو او نورو ګډو پروګرامونو په جوړولو کې د همکاریو په ګډون پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان د بانکي سکتور ترمنځ د دوامدارو همکاریو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
