د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا، د همغږۍ د پیاوړتیا او په ګډو برخو کې د همکاریو، لکه د علمي څېړنو شریکولو، د مسلکي معیارونو د چمتو کولو او پراختیا او د تعلیمي نصاب په برابرولو او ښه‌والي کې د همکارۍ پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همدارنګه د استادانو او محصلانو لپاره د علمي پروګرامونو، ورکشاپونو، سیمینارونو او کنفرانسونو جوړول هم د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د لیدنې په دوام کې محصلینو او استادانو ته د کارآموزۍ او علمي سیرونو د زمینې د برابرولو او د ښوونیزو بنسټونو او د کار بازار ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.

په همدې حال کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو هرکلی وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر لاسلیک تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS