د خوست مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د یو علمي سفر په ترڅ کې د مخابراتو ریاست څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۲:۲۷

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلین، د لارښود استاد په لارښوونه، د یوه ورځني علمي سفر په ترڅ کې د خوست ولایت مخابراتو ریاست اړوند افغان ټیلیکام شرکت څخه لیدنه وکړه.

دغه راز په دې علمي سفر کې د افغان ټیلیکام د مسلکي کارکوونکو لخوا په عملي بڼه، محصلینو ته د شبکې (Network) اړوند موضوعات تشریح شول، تر څو نوموړي وکولای شي د خپلو نظري زده‌کړو تر څنګ، له واقعي کاري چاپېریال سره هم آشنا شي.

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا یاد عملي سفر د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، او د کار بازار سره د نږدې کیدو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS