د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې مطرح شوې او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د خپلو اجراآتو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.

همدارنګه د جلسې په دوام کې، مالي ریاست او د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د تولیدمحوره کولو د معیارونو په اړه مفصل معلومات او توضیحات وړاندې کړل.

د نننۍ اکاډمیک بورډ په ناسته کې د خصوصي تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو اړوند موضوعات او همدارنګه د تعلیمي نصاب اړوند مسایل هم وڅېړل شول او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په دې جلسه کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او ټینګار وشو چې د تخنیکي چارو ټول اجراآت باید پر وخت او د نافذه اصولو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS