د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل.

د دې ناستې موخه د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا ښودل شوې ده.

د ناستې په ترڅ کې د فارغانو د کارموندنې او استخدام، محصلینو ته د عملي زده‌کړو (کارآموزۍ) د فرصتونو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مسؤلینو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

همدارنګه د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې ژمنه وکړه چې د تعلیمي نصابونو او مسلکي معیارونو په بیاکتنه، د فارغانو د کارموندنې له سیستم سره د شرکتونو په نښلولو او د محصلینو لپاره د علمي سیرونو د زمینې په برابرولو کې به همکاري وکړي.

په دې ناسته کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لورو د خپلو خبرو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۸:۵۴
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو د کورنیو تولیداتو او محصولاتو په دویم ملي نندارتون کې ګډون

د پکتیا ولایت په کچه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم ملي نندارتون پرانیستل شو. په دې درې ورځني نندارتون کې د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو بېلابېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو

د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زده‌کوونکو په. . .

BACK TO NEWS