په روزنیز ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو ګډون

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۶:۱۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین وايي چې د ددې ادارې د مرکزي هستې یو شمیر کارکوونکي یې د ظرفیت لوړونې په موخه د ملکي خدماتو انسټیټوټ، ۵ ورځني ورکشاپ ته معرفي کړي دي.

د یادونې وړ ده چې ددې پروګرام ګډونوال به ۵ ورځو په ترڅ کې د ملکي خدماتو انسټييوټ د ترینرانو له لوري د نامه نګاري او اداري سلسله مراتبو په شمول د اداري مراسلاتو «اداري لیکونو» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلین زیاتوي چې د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو ظرفیت لوړول او په غوره توګه د اداري چارو ترسره کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې ددې ادارې د  کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره په راتلونکي کې هم په دوامداره توګه ورته پروګرامونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۸
Background image

د خوست مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د اقتصاد څانګې محصلینو، د لارښود استاد په لارښوونه، د یوه ورځني علمي سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې له خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه. دغه راز په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د «خواجه غار» کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو د علمي سفر په ترڅ کې د دشت ارچي د اوبو له کانال څخه لیدنه وکړه

د تخار ولایت «خواجه غار» کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو د کندز ولایت اړوند دشت ارچي ولسوالۍ د اوبو کانال ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د اوبو کانالونو د تأسیساتو او دندو په اړه روزنه ترلاسه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کډوالو لپاره لنډمهاله حرفوي پروګرام پیل شو

په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره د موټرسایکل رغونې «ترمیم» لنډمهاله درې میاشتنی روزنیز حرفوي. . .

BACK TO NEWS