د بلخ ولایت سیمه ییزو ادارو د نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۳۱
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د شمال زون ریاست د بلخ ولایت په سیمه‌ییزو ادارو کې د نوي ګمارل شويو کامندانو لپاره د ظرفیت لوړولو روزنیز سیمینار ترسره کړ.

یاد روزنیز سیمینار په بلخ ولایت کې د کاري چارو د پیاوړتیا او په یاد ولایت کې د سیمه ییزو حکومتي کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ترسره شو.

دغه راز د پروګرام ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې د اقدام څخه هرکلی وکړ او په بلخ ولایت کې د چارو د پیاوړتیا په برخه کې یې د داسې پروګرامونو رول ارزښتناک وباله.

په ورته وخت کې، په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو په بلخ کې د اداري چارو د پیاوړتیا په برخه کې د کارمندانو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۱۲
Background image

د نورستان ولایت برګمټال کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته عملي زده کړې وړاندې شوې

د نورستان ولایت برګمټال کرنې مسلکي لېسې د کرنې څانګې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو دارې د عملي روزنو په قالب کې د یادې لېسې په تحقیقاتي فارم کې د نیالګیو د پیوند کولو په عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او صدوخان حکیمي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې یې د « صدوخان حکیمي » روغتون له رئیس سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د لوګر ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

د جلریز کثیرالرشتوي د انسټيټوټ زده کوونکو له لوري د عملي روزنو د زدکړې لړۍ

د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ دولسم ټولګي زده کوونکو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شاتو مچیو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS