د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مراکزو کې د محصلینو لخوا عملي روزنو د زده کړې دوام

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۵:۸
TVETA

د لغمان ولایت دمرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست  ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان د نقشه کشۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

نوموړو په دې درسي جلسه کې د " ساختمان، د ساختمانونو نقشه کشۍ او همدارنګه د ساختماني نقشو د تطبیق " په اړه عملي او نظري روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، محصلینو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

په دوام کې د هغوی پوښتنو او سوالونو ته د لارښود استاد لخوا ځوابونه ورکړل شول.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS