د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه.

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۵۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د یادې ادارې د مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کارمندانو چارو، مالي چارو، تدارکاتو، او املاکو او خدماتو چارو په ګډون په بېلابېلو موضاعتو بحث وشو.

د بېلابیلو ریاستونو ګډونوالو په دې ناسته کې د خپلو کاري چارو د پرمختګونو او کړنو په اړه خپل ګزارشونه وړاندې کړل او د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل په خپله وینا کې د چارو په وخت پلي کولو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې، د مالي او اداري چارو معاونیت د ریاستونو څخه د پیګیرۍ او ګزارش ورکونې په موخه پېلابیلې ناستې ترسره کوي چې په يادو ناستو کې د ستونزو او د نوموړو ستونزو د حل کولو د څرنګوالي په اړه بحث کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS