د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د دې ادارې د دویمو واحدونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ناستې په پیل کې محترم مولوي عامر د نشراتو ریاست د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د دې ریاست د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د ولایتي مسئولینو همکاري مهمه ده.

ورپسې یو شمېر ولایتي مسئولینو خپلې نظریې، وړاندیزونه او ستونزې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو له رئیس سره شریکې کړې.

په همدې حال کې د نشراتو رئیس د دویمو واحدونو له نشراتي همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې نشرات، معلومات رسول او عامه پوهاوی د ټولو ګډ مسئولیت دی او په دې برخه کې باید همغږي او همکاري لا زیاته شي.

په پای کې د ناستې اړوند نور موضوعات هم مطرح شول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس له ولایتي مسئولینو سره آنلاین ناسته وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نشراتو رئیس، محترم اختر محمد عامر، په یوه انلاین ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو له رئیسانو او د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS