د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زدهکوونکو لومړی مقام خپل کړ.
یاده سیالي د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د «هک او سایبري امنیت» په برخه کې ترسره شوه، چې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زدهکوونکو د خپلو تخنیکي وړتیاوو او مهارتونو په وړاندې کولو سره وکولای شول لومړی مقام ترلاسه کړي.
د دې پروګرام مسئولینو او ګډونوالو د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د زدهکوونکو د علمي کچې، مهارتونو او کړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د هغوی دغه لاسته راوړنه یې وستایله.
د یادونې وړ ده چې په دې سیالۍ کې د هېواد د یو شمېر تحصیلي او ښوونیزو ادارو لکه کابل، پولیتخنیک، ننګرهار، غرجستان او جهان پوهنتونونو محصلینو هم ګډون کړی و.
په دې سیالۍ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او سایبري امنیت په برخه کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت لومړي مقام ترلاسه کول د محصلینو د علمي او تخنیکي وړتیاوو او ظرفیتونو څرګندونه کوي.
