د پروان ولایت د مرکز تخنیکي انستیتوت وضعیت وڅېړل شو

ښاغلی مفتي فضل الرحمن فاضل د مالي او اداري چارو مرستیال، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د يو پلاوي په رأس کې پروان ولایت ته سفر کړی، او هلته یې د یو شمېر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزو وضعیت وڅيړه، چې د هغه له جملې څخه د دغه ولایت د مرکز انستیتوت و.
هغوی له ورکشاپونو او د زده کړې له وسایلو لیدنه وکړه، او له استاذانو سره د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته د حل په موخه یې خبرې اترې وکړې.
د مالي او اداري چارو مرستیال، ستونزو ته د حل لارو د وعدې ترڅنګ، د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.