په ننګرهار کې د نابینایانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۴۸
نابینایان

د نابینا ماشومانو زده کړو ته د لاسرسي په موخه د ننګرهار ولایت د ځانګړو  زده کړو په مسلکي لېسه کې د نابینایانو څانګه ایجاد شوه.

پخوا به په یاده لېسه کې یوازې د ناشنوایانو لپاره د زده کړو زمینه برابره وه، خو اوس د نابینایانو د څانګې په جوړېدو سره د نابینایایي ستونزو سره مخ کسانو ته د زده کړې زمینه هم برابره شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې  ١٦ ښوونيز مرکزونه لري، چې په هغو کې د نابینایانو او ناشنوایانو د زده کړو انسټیټونه او ښوونځي شامل دي.

په دغه مرکزونو کې زده کوونکو ته د عمومي زده کړو تر څنګ تخنيکي او مسلکي مهارتونه هم تدریس کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS