د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په افغانستان کې د آقاخان بنسټ له مشر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۴:۴۸
دیدار با بنیاد آقا خان

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په افغانستان کې د آقاخان بنسټ له عمومي رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د دغه غونډې په پیل کې ښاغلي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د برنامو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د مسلکي ځواک د روزلو ترڅنګ پر هغو پروژو کار کوي چې د خلکو لپاره اړينې دي.

په دغه لیدنه کې ښاغلي احساس د چرګوړو ماشین او برښنايي موټرو د جوړولو پروژو ته اشاره وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې تر کار لاندې دي.

په افغانستان کې د آقا خان بنسټ عمومي رئيس نجم الدين نجم هم د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دوى په دریو برخو کې کار کوي، چې په کې اقتصادي پراختيا، ټولنيز پرمختګ او د فرهنګي ميراثونو بيارغونه شامل دي.

ښاغلي نجم زیاته کړه چې د همکارۍ لپاره باید ګډې کاري ساحې ځانګړې شي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، چې په هېواد کې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته ټولې برخې بيارغونې او کار ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ځينو بنسټونو مرستې سياسي دي، خو بنیاد آقا خان له سياسي مسايلو پرته د افغانستان له خلکو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ مرستې کوي.

د آقاخان بنسټ مشر هم وويل، چې د دغه بنسټ موخه د افغانستان له خلکو سره مرسته ده او په تېرو دوو کلونو کې يې خپلې مرستې پراخې کړې دي.

په دغه برخه کې د آقاخان بنسټ د ټول شموله اقتصاد رئیس محمد هاشم خوشنود څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه بنسټ اوسمهال په کلیو کې د کرنې، کارموندنې او د کوچنیو سوداګرو په ملاتړ تمرکز لري.

مولوي احساس ټینګار وکړ، چې د خلکو اړتیاوې باید وڅېړل شي او د حل لپاره یې کار وشي.

په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د آقاخان بنسټ له خوا د پلي شویو ودانیزو پروژو په اړه خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې يو شمېر رغنيزې پروژې په ځانګړي ډول په بغلان او بدخشان ولایتونو کې بشپړې شوې نه دي او لږ کار يې پاتې دى.

ښاغلي نیکمل د آقا خان بنسټ څخه وغوښتل چې د دغو پروژو پاتې کارونه بشپړ کړي. د آقاخان بنسټ استازي په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په پاى کې، هوکړه  وشوه چې کاري ټيمونه دې وټاکل شي، ترڅو د ګډ کار او همکارۍ ساحې په ګوته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS