ځوانان څنګه نوښت او خلاقیت ته هڅول کېږي؟

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۲:۵۴
ابتکار و خلاقیت

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د خلاقیت او نوښت د ملاتړ په موخه د نوښت مرکز جوړ کړ.

په دغه مرکز کې لومړی یو سپورټي موټر چې جوړونکی یې رضا احمدي دی، ثبت او نیمګړي کارونه یې بشپړ شول.

د دغه موټر جوړېدل د هېواد د اوسېدونکو لپاره د وياړ او خوښۍ سرچينه شوه او نړيوال شهرت يې ترلاسه کړ. نړیوالو رسنیو د دغه موټر په اړه خبرونه او راپورونه چمتو کړي.

د رضا احمدي هڅونې او مادي او معنوي ملاتړ نور ځوانان د خلاقیت او نوښت لپاره هڅولي دي.

په دغه وروستيو کې په غزني، تخار او فارياب کې لږ تر لږه دری ځوانان په دې وتوانېدل چې په خپلو لومړنيو امکاناتو سره يو موټر جوړ کړي.

  • په غزني کې زهرې ټانګ جوړ شو

 په غزني ولایت کې د سیف الله په نوم یو ځوان توانېدلی چې له شته امکاناتو په استفادې یو پوځي ټانګ جوړ کړي.

د هغه په وينا، دا ټانک زهرې دى او پر جوړېدو يې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

سیف الله وايي چې دا موټر یې په پنځو میاشتو کې جوړ کړی دی. دغه موټر یې تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ته سپارلی دى.

  • په تخار کې جیف آهو ډوله موټر جوړ شو

حيات الله چې د تخار ولايت تخنيکي انسټيټوټ د نوښتګرو زده کړیالانو له ډلې څخه دى، په دې وتوانیده چې  "جيف آهو" ډوله موټر جوړ کړي.

په وروستیو کې دغه موټر د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغه موټر په جوړولو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

د موټر جوړونکي حيات الله وايي، که يې ملاتړ وشي او خام مواد ورته برابر شي، نو د هر ډول موټرو په جوړولو کې به له نړيوالو فابريکو سره سيالي وکړي.

  • په فاریاب ولایت کې موټر جوړ شو

په فارياب ولایت کې د مقصود په نوم يوه ځوان له شته امکاناتو په استفادې موټر جوړ کړ. هغه خپل موټر ته "اقرا" نوم ورکړ.

د انجنير مقصود په وينا، له موټر ماشین پرته د دغه موټر نورې برخې کورني توليدات دي.

هغه زیاتوي چې د دغه موټر پر جوړولو ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.

انجينر مقصود وايي: "دا فکر کېده چې د افغانستان خلک هم د ستنه هم نه شي جوړولاى، خو نن موږ موټر جوړوو."

په لسګونه نور نوښتونه او خلاقیت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د نوښت په مرکز کې ثبت شوي دي. د دغو خلاقیتونو او نوښتونو څخه ځینې بشپړ شوي او نور یې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS