د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د تطبیق ورکشاپ تر سره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱
TVETA

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د امارتي او خصوصي سکتور او ددې ادارې ترمنځ د ګډو همغږیو د رامینځته کولو لپاره " د امارتي او خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ګډو کړنلارو د تطبیق ورکشاپ " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.

د دې ورکشاپ د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، امارتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د کار بازار اړتیاوو سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو تطبیق کول دي.

د دې ورکشاپ په پرانیست غونډه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محترم مشرتابه ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت او د خصوصي سکتور استازو په شمول د بیلابیلو امارتي ارګانونو یو شمیر استازو هم ګډون درلود.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال وویل؛ چې دا اداره هڅه کوي ترڅو د کار بازار د اړتیاوو او ننګونو پر بنسټ ماهر او مسلکي کاري ځواک وروزي.

همداراز نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سل کلنې مخینې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ماهر کاري ځواک روزنه د دې ادارې یو له اساسي رسالتونو څخه دی او موږ به دا رسالت په پوره اخلاص او ښه نیت سره تعقیب کړو.

په دوام کې د څیړنې او نوښت رئیس مفتي سید محسن سادات هم د هیواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده چې د امارتي او خصوصي سکتور په پوره همغږۍ سره په بیلابیلو تخنیکي برخو کې ماهر او متخصص کاري ځواک وروزي.

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکار عبدالرحمن الهي د دې ورکشاپ له ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت چمتو دی ترڅو د کار بازار تحلیل او د ښوونیزو مرکزونو جوړولو په ګډون په بیلابیلو تخنیکي برخو کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د یاد ورکشاپ په یوه بله برخه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارپوهانو د دې پروګرام ګډونوالو ته پریزنټیشن هم وړاندې کړ او همدارنګه هغوی د ګدو همغږیو په موخه د تجربیاتو د شریکولو په پار جلا ډلو باندې وویشل شول.

دا ورکشاپ په داسې حال کې ترسره کیږي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر دې وړاندې هم د کابل ښار په انټرکانټینینټل هوټل کې د دې ادارې، امارتي او خصوصي سکتوونو ترمنځ د همغږۍ رامینځته کولو لپاره ورته ورکشاپ، ترسره کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۲۳
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی پروګرام پیل شو

د ځانګړو زده‌کړو ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پروګرام د پرانیستې مراسم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د ناروې کمېټې استازو، د یادې ادارې د متخصصینو او د هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS