د میدان وردګو ولایت د مرکز تخنیکي انسټيټوټ محصلینو ته د برق تکنالوژۍ په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۶
TVETA

د میدان وردګو ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د یاد روزنیز مرکز په ورکشاپ کې د برق تکنالوژۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس پر مهال زده کوونکو ته د برق تکنالوژۍ په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو له فراغت وروسته د کار بازار ته جذب شي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS