د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د محصلینو له لوري عملي زده کړو څرنګوالی

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ او د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کانکریټ په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
د دې درسي جلسې په جریان کې، لارښود استاد محصلینو ته د د کانکریټ د اړتیا وړ موادو مخلوط کولو د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل.
نوموړي دغه راز د ترمامتر په واسطه د کانکریټ د تودوخي درجې د تعین کولو په اړه وضاحت ورکړ چې؛ د تودوخې درجه د کانکریټ د کیفیت، دوام او عملکرد لپاره یو له خورا اړینو عواملو څخه ګڼل کېږي.
عملي زده کړې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو لویه او بنسټیزه برخه جوړوي، دا اداره هڅه کوي چې د ۶۰ سلنه عملي زده کړو په وړاندې کولو سره ددې زده کړو له لارې په ټولنه کې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.