د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۶:۲۴
جلسه مالی و اداری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ او د دغه ادارې د یو شمېر رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د افغان ټکنالوژۍ په انسټیټوټ کې د یوه کانټین د جوړولو پر طرحه خبرې وشوې.

د افغان تکنالوژۍ انسټیټوټ آمر تاج محمد تلاش د دغه طرحې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې په یاد انسټیټوټ کې د يوه کانټين په جوړولو سره به زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره يو شمېر اسانتياوې برابرې شي.

د غونډې برخه والو د افغان تکنالوژۍ په انسټیټوټ کې د کانټین جوړولو په اړه هم خپل نظرونه شریک کړل او د هغه څه په شمول چې وویل شو په دغه برخه کې د مالیې وزارت دولتي املاکو د عمومي ریاست نظر په پام کې ونیول شي.

د غونډې په دوام کې د تدارکاتي پروسو بهیر د چټکتیا او پر خپل وخت د بودجې د لګولو په اړه خبرې وشوې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۷
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د تدریسي مدیرانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د معتمدینو ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره کړ. د پکتیا د تخنیکي او مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل. مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر. . .

BACK TO NEWS