د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول.

د فراغت په مراسمو کې ویناوالو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر اهمیت، د مسلکي کادرونو پر رول د هېواد په اقتصادي ودې کې، او د افغانستان د پرمختګ او آبادۍ په بهیر کې د ځوانانو پر مسؤولیتونو خبرې وکړې.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د خپلې وینا پر مهال تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د پرمختګ، اقتصادي ځان‌بسیاینې او د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو له اساسي ستنو څخه وبللې.

نوموړي د چپرهار انسټیټیوټ له فارغانو وغوښتل چې د خپلو ترلاسه کړو علمي او مسلکي مهارتونو په مټ د هېواد خدمت، د کرنې د سکتور پراختیا، د تولیداتو زیاتوالي او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

هغه همدارنګه د سیمه‌ییزو مسؤلینو، د معارف استازو، علماوو، قومي مشرانو او ټولو مېلمنو له همکارۍ او ګډون څخه مننه وکړه.

نورو ویناوالو هم په هېواد کې د مسلکي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د مسؤلینو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

یاد مراسم د چپرهار زراعت انسټیټیوټ ۶۷ تنو محصلینو ته د فراغت سندونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS