د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت د مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ غونډه ترسره کړه.
د یادې غونډې د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د همغږیو پیاوړتیا او دغه راز او د ریاستونو ننګونو او ستونزو ته رسیدګي ویل شوې ده.
د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت په نننۍ غونډه کې ګډونوالو خپل نظریات، لیدلورې، ستونزې او ننګونې شریکې کړې.
په دې ناسته کې ښاغلي مولوي احساس د اړوندو ریاستونو د ستونزو او ننګونو د هواري په برخه کې اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې هم ورکړې.