د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۵۲
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد غونډه د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

د دغې غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړو باندې بیا کتنه وشوه او اړوندو څانګو د خپلو کړنو څرنګوالي راپور ورکړ.

دغه راز د اجنډا له مخې د هغو استادانو د حقوق او معاشونو د تطبيق پر څرنګوالي چې له زده کړو وروسته هېواد ته راستانه شوي، په يو شمېر ولايتونو کې د غير معياري ټولګيو او د اسلامي ثقافت د تدريس د ميکانيزم په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د پورتنیو موضوعاتو په اړه ګډونوالو او اړونده رئیسانو خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دوشنبې په ورځو کې د اړونده رئیسانو په حضور کې غونډه ترسره کوي او په دې غونډه کې د اکاډمیکو مسایلو او تخنیکي او مسلکي چارو په اړه لازمې خبرې او پریکړې کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS