د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۹:۳۳
جلسه بورد اکادمیک

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د دغه ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې یو شمېر رئیسانو او د بورډ غړو هم حضور درلود.

د غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د ښه نيت او نیکو عملونو په اړه خبرې وکړې.

د اجنډا له مخې په ځینو خصوصي انسټيټونو کې د زده کړیالانو د جذب څرنګوالی، د شپي سمسترونه له پنځو سمسترونو څخه څلورو سمسترونو ته راټیټول، د عملي کارونو د لایحې مسودې، د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټیټوټ کې د شپې مهال رامنځته کول، د هغو انسټیټونو وضعیت په اړه چې د جواز موده یې پای ته رسېدلې او زده کوونکي نه لري، بحث وشو.

د شپي برخې یو سمسټر لرې کولو په ګډون د ځینو موضوعاتو د حل لپاره یوه کمیټه وټاکل شوه.

د کابل د کرنې او خوراکي توکو د پروسس په انسټيټيوټ کې د شپې مهال د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د قانوني محدودیت د نه شتون په صورت کې دې د شپې مهال څانګه جوړه شي. د دغه موضوع د تعقیب لپاره یوه کمیټه هم ټاکل شوې ده.

د اکاډمیک بورډ په غونډه کې د يو شمېر هغو خصوصي انسټیټونو پر وضعيت، چې جوازونه يې ختم شوي او زده کړیالان نه لري، بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې په دې هکله دې يوه کاري کمېټه جوړه، ترڅو په دغه برخه کې تصمیم ونیسي.

په دغه غونډه کې د کابل د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت پر پلان چې د کابل ښار د یو شمېر انسټیټونو مدیریت دې آمریت ته سپارل کېږي هم خبرې وشوې.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS