د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو د انسجام بورډ اونيزه غونډه د دغه ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د تخنيکي او مسلکي چارو د معينيت اړوند د ځينو لایحو او کړنلارو د نهايي کولو په هکله خبرې وشوې.
دغه راز په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ښوونکو ارزونې بهیر د پیل او د ښوونیزو چارو د ښه والي په هکله هم خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.