د بلخ د وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر
د بلخ ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د دغه ښوونیز مرکز په حیوانی کلینیک کې د حیوانی ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه.
په ورته وخت کې لارښود استاد محصلینو ته د حیواني درملو په اړه په مفصل ډول توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې اساسي برخه عملي ده. له همدې امله، د دې مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.