د ایران د اسلامي جمهوریت د آزاد پوهنتون له چارواکو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری مشرې، میرمن ندیمه سحر لیدنه

media_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۴:۳۱
tvet22

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  مشری میرمن سحر د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي آزاد پوهنتون له چارواکو سره په خپل دفتر کې وکتل.

پدې ناسته کې، د نړیوال اسلامی ازاد پوهنتون د مرستیال سلاکار ډاکټر علي رضا رجایی، د افغانستان اسلامي آزاد پوهنتون رئیس ډاکټر علی صادقي، ښاغلی ډاکټر سید باقر محمدي د یاد پوهنتون علمی چارو مرستیال، ډاکټر حمید تقی آبادی ددې پوهنتون ادارې او مالی مرستیال، او ډاکټر محمد اقبالی تیموري د افغانستان  اسلامی آزاد پوهنتون اداري مدیر حضور درلود.

پدې غونډه کې په افغانستان کې د کار بازار اړتیاوو څیړلو په اړه، د نصاب بډایه کول او د بازار د غوښتنو سره سم تنظیم کول، د مسلکي انسانی پانګو تولید، د مسلکي او حرفوی انسانی پانګو تولید، دښوونکو د تخصصی او علمی ظرفیت وده او تخنیکي او مسلکي زده کړی په بشپړ ډول تر بحث لاندې ونیول شوې.

د نړیوال اسلامي آزاد پوهنتون  سلاکار ډاکټر علي رضا رجایی وویل: موږ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پورتنیو او   او نورو  برخو څیړلو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری  سره همکارۍ ته چمتو یو.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر، چې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت پراختیايي موخو د دې پوهنتون چارواکو ته تشریح کولی، وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړې کیفیت لوړول، د انساني پانګو تولید، د بیوزلۍ کمول، د دندې اسانتیا او د کار بازار څیړل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو او ستراتیژیکو موخو او د افغانستان اسلامی جمهوري دولت له لومړیتوبونه څخه دي.

اغلې سحر د نړیوال اسلامي آزاد پوهنتون د چارواکو د همکارۍ وړاندیزونو د ستاینې پرمهال وویل د دې دفتر تعلیمي برنامې د ایران د  اسلامي جمهوریت د تخنیکی او مسلکي زده کړو سره خورا ورته والی لری.

له همدې امله ، موږ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ستاسو د همکاریو وړاندیزونو ته ښه راغلاست وایو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۲۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د ۱۴۰۳ ه ش کال د پیل مراسم ترسره شول!

د ۱۴۰۳ هجري لمریز نوي تعلیمي کال پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د حکومت د کابینې یو شمیر وزیرانو او غړو په کې ګډون کړی وو په منظم شکل تر سره شول.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د برک مؤسسې د ننګرهار د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې پر زده کوونکو درسي مواد ووېشل

برک مؤسسې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د یاد ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې زده کوونکو سره د تدریسي موادو مرسته وکړه. د دغه مؤسسې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، څه باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د ۱۴۰۳ښوونيز کال د پیل په مناسبت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ پیغام!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د ۱۴۰۳ هـ ش کال په را رسېدلو سره ټولو هېوادوالو ته د ۱۴۰۳ښوونیز کال په رارسېدلو سره نېکې هیلې وړاندې کوي، هيله ده چې ۱۴۰۲هـ ش کال مو په آرامۍ،. . .

BACK TO NEWS