تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې نوی تعلیمي کال پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۳:۱۴
سال جدید تعلیمی

د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوي تعلیمي کال زنګ ووهل شو.

د مراسمو په پيل کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، د خوښۍ ځای دی، چې تعليمي کال په سوله ييزه او ډاډمنه فضا کې پيل کېږي.

د مراسمو په دوام کې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم وینا وکړه او ویې ویل، چې د تعلیمي کال د لومړۍ مبارکه ورځ دی.

 ښاغلي ندیم وویل چې ټولنه او هیواد مسلکي او تکړه اشخاصو ته اړتیا لري او اسلامي امارت ژمن دی چې دغه اړتیا پوره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د دغه وزارت همکارۍ ته په اشارې سره وویل چې د دواړو ادارو د هوکړې له مخې به د انسټیټونو فارغان له یوه کلن تنزیل پرته په دولتي پوهنتونونو کې جذب شي. د هغه په ​​وينا، د انسټیټونو د فارغانو په ځانګړې ازموينه کې د برياليتوب فیصدي هم راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تعلیمی نصاب به د لوړو زده کړو له نصاب سره سم په خپلو انسټیټونو کې ترتیب کړي، تر څو د انسټیټونو فارغان په پوهنتونو کې تر جذب وروسته له ستونزو سره مخ نه شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې اوس مهال دولتي ادارې له یو بل سره سیالي نه، بلکې همکاري کوي.

د مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې او ویې ویل، چې په نوي تعلیمي کال کې به د ټولنې اړتیاوو ته به پاملرنه وشي.

ښاغلي شهامت وویل، په تېرو وختونو کې د اداري فساد له امله د رشتې خلاف استادان ګومارل کیدل، "چې دغه امر د ادارې، علم او استادانو د بدنامۍ سبب کیده".

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغه ادارې نصاب ته په کلکه پاملرنه شوې ده.

ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې خپلو موخو ته چې د متخصص او حرفوی ځواک روزل دي، هغه لور سوق شوی ده.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې په روان تعلیمي کال کې د برښنایي څانګو د پراختیا په برخه کې اقدامات شوی، چې یوه نوی څانګه به هم ور اضافه کړای شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې په دې اړه له ملي پرمختيايي شرکت سره خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به دواړه ادارو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شي.

 ښاغلي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ملي پراختیا ادارې اړتیا چې متخصص ځواک روزل دی، تامین کړي.

مراسم د مکتب د زنګ په وهلو او دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS