د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوې ده.

د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د فارغانو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېږي، چې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ځانګړې ازموینه کې د ادارې او مدیریت له څانګې څخه فارغ شوي دي.

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت په همدې موخه د سیمه‌ ییزو مسؤلینو او د لغمان ولایت د خصوصي پوهنتونونو د استازو په ګډون یوه غونډه هم جوړه کړه.

په دې غونډه کې د همکارۍ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ادارې او مدیریت د دیارلسم ټولګي فارغان وکولای شي د «متانت» خصوصي پوهنتون کې د ۵۰ سلنه تخفیف په ترلاسه کولو سره خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره د خپلو فارغانو د علمي او مسلکي کچې د لوړولو په موخه هڅه کوي، څو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ترڅنګ هغوی ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه هم برابره کړي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت د پروګرام فارغانو د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د زمینې له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړې او له مسئولینو یې مننه کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS