د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ.

په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له ۸ زونونو څخه څه باندې ۴۰ کارکوونکو ګډون کړی او ټاکل شوې چې د پنځو ورځو په ترڅ کې د بازار د څېړنې او تحلیل، تعلیمي نصاب، پلان جوړونې او حرفه‌يي زده‌کړو په ګډون په بېلابېلو برخو کې روزنه ترلاسه کړي.

د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، محترم مفتي فضل‌الرحمن فاضل، له ګډونوالو وغوښتل چې له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل مسلکي معلومات او وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د مالي او اداري چارو مرستیال همدارنګه وویل، د ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله د کارکوونکو د ظرفیت لوړول ډېر مهم دي او هغوی باید خپله پوهه او وړتیاوې د وخت له علمي اړتیاوو سره همغږې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ چې دنده یو الهي امانت دی او هر مسئول باید د الله تعالی او خلکو پر وړاندې د خپلو کړنو او مسؤلیتونو ځواب ویونکی وي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۳
Background image

آغاز برنامه ۴۰روزه اصلاحی و آموزشی برای دانش‌آموزان لیلیه حضرت عمر فاروق (رض)

ریاست دعوت و ارشاد اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با همکاری اداره فکری و فرهنگی تنویر، برنامه ۴۰روزه اصلاحی و آموزشی را برای دانش‌آموزان لیلیه حضرت عمر فاروق (رض) آغاز کرد. این برنامه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

دیدار مسئولان ریاست تحقیق و نوآوری با بیش از ۲۰ شرکت تولیدی و صنعتی

مسئولان ریاست تحقیق و نوآوری اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی در حاشیه پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رحمه‌الله)، با نمایندگان بیش از ۲۰ شرکت تولیدی، صنعتی و نهادهای سکتور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

روند اصلاح و انکشاف نصاب آموزشی رشته‌های جی‌آی‌اس و اقتصاد و مدیریت آغاز شد

روند اصلاح و انکشاف نصاب آموزشی رشته‌های سیستم اطلاعات جغرافیایی (GIS) و اقتصاد و مدیریت، امروز از سوی ریاست نصاب تعلیمی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی آغاز گردید. در مراسم آغاز این. . .

BACK TO NEWS