د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کتابتون په ۱۱۰ مختلف النوع کتابونو سره سمبال شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۷
TVETA

په خوست ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې د یو اقدام په ترڅ کې ددې ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کتابتون د سمبالولو لپاره د شیخ زاید پوهنتون  له لوري ۱۱۰ ټوکه مختلف النوع کتابونو ډالۍ شوي دي.

د مسؤلینو په وینا ، دغه اقدام د علمي ودې او د زده کونکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی.

په ورته وخت کې، د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د شیخ زاید پوهنتون څخه د دې کتابونو د ورکړې په برخه کې قدرداني څرګنده ، او د دغه شان همکاریو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.

د شیخ زاید پوهنتون مسؤلینو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ د دې ادارې سره د ګډو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS