د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۱۶

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د انجینري څانګې محصلینو ته د یاد ولایت نوآباد کلي ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د احاطې دیوال د نقشه کشۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د اوبو ذخیرې د سولرسیستم او د اوبو ذخیرې د نقشه کشۍ په اړه هم په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته د کار بازار ته په مستقیم ډول جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS