د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د بغلان محترم والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لا زیات ملاتړ لپاره به خپلې هڅې دوامدارې وساتي.

ښاغلي مختار له محترم رئیس سره په لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د دغې ادارې له هڅو یې مننه څرګنده کړه.

په همدې حال کې، مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان د والي له نیک نیت څخه مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې ټینګار وکړ چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د بېکارۍ د کچې په راکمولو کې مهم او اغېزمن رول لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مسؤلینو سره هم لیدنه او خبرې وکړې.

هغه د ولایتي مسؤلینو سره په غونډه کې د اصولو پر عملي کولو، د امانتدارۍ پر مراعت، د چارو پر متوازن تطبیق، د رهبرۍ پر پیاوړتیا، د خدماتو پر پراختیا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر لا پراخولو ټینګار وکړ.

همدارنګه  محترم مولوي شهامت د مسؤلینو او استادانو پر لا ډېرو هڅو او له نورو ولایتي ادارو سره پر اغېزمنې همغږۍ هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

BACK TO NEWS