د یونیسف ولایتي دفتر له یوه پلاوي سره د بلخ تخنیکي آمریت د مسوولینو غونډه
د بلخ ولايت د سجاديه تخنيکي آمریت مسؤلین د يونيسف ساحوي دفتر له يوه پلاوي سره د ناستې خبر ورکوي.
د نوموړو په وینا، په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو او د یونیسف دفتر ترمنځ د ګډو همکاريو د څرنګوالي په ګډون پر بېلابېلو نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.
د دې غونډې ګډونکوونکو د دواړو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې يونيسف او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره دېری کاري مشترکات لري.